د “امر بالمعروف او نهی عن المنکر” وزارت په رسمی ډول د شطرنج لوبه حرامه اعلان کړې او د افغانستان د شطرنج فدراسیون هم په رسمی توګه منحل شوی دی.
اوکراینی رسنۍ (UNN) د افغانستان د سطرنج ټولنې استازو له قوله ویلی چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت تر دې پریکړې وروسته یې د مې میاشتې په ۹مه د ورزش ریاست ته د دې پرېکړې د بېرته اخیستو عریضه وړاندې کړې خو په ځواب کې یې ورته ویل شوی چې دا پریکړه د طالبانو د مشر له خوا شوې چې «سطرنج لوبه منع کوی او د فدراسیون حقوقی حیثیت له منځه وړی».
د افغانستان د سطرنج فدراسیون مرستیال ویس دغې رسنۍ ته ویلی: « موږ له جدی خطر سره مخ یو چې شطرنج به له هېواد د ورزش له ډګره بشپړ له منځه ولاړ شی».
د شطرنج فدراسیون له رسنیو غوښتنه کړې چې د هغو لوبغاړو ستونزو ته د هېوادونو او سازمانونو پام راواړوی چې اوس له بېسرنوشتۍ سره مخ دی، او ډېر یې د دې پیاوړی فکری ورزش د راتلونکی په اړه اندېښمن دی.