په تخار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلی چې دغه ۱۴ تنه یې په داسې حال کې نیولی چې په یوه کور کې د شپې مهال سره ټول شوی وو او د موسیقۍ الې یې غږولې.
په اعلامیه کې زیاته شوې: « د یادو کسانو دې کار د شاوخوا خلکو ارامښت له منځه ووړ».
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دوامداره توګه د موسیقۍ د الو ماتولو او په عام محضر کې د سوځېدو خبرونه په رسمی اعلامیو کې خپاره شوی دی.
د موسیقۍ الو پر غږلو د بندیز ترڅنګ د ښادیو پر مهال په هوټلونو او کورونو کې هم موسیقۍ غږول بند شوی او آن په موټرو کې د سندرو اورېدل منع شوی دی.
د راپورونو له مخې که څه هم په لرې پرتو سیمو کې د ښادیو پر مهال په پټه موسیقۍ غږول کیږی خو که د طالبانو مسولین پرې خبر شی عاملین یې نیول کیږی.