په ۱۹ ولایتونو کې د سختې واورې او باران اورېدو خبرداری ورکړل شو

په ۱۹ ولایتونو کې د سختې واورې او باران اورېدو خبرداری ورکړل شو

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختې واورې او تېز باران اورېدو خبرداری ورکړی دی.

د دغه ریاست په وینا، نن او سبا (د کب پنځمه او شپږمه) به هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، دایکندی، غور، بادغېس، فاریاب، سرپل، بامیان، سمنګان، میدان وردګ، پکتیکا، غزنی، جوزجان او بلخ ولایتونه د سختې واورې او باران اورېدو شاهدان وی.

د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ څخه تر ۵۰ ملی مترو او د واورې کچه هم له ۱۰ خخه تر ۳۰ سانتی مترو پورې اټکل شوې ده.

د طالبانو د هواپېژندنې ریاست په شمال لوېدیځو، لوېدیځو، سوېلی او د سالنګونو په ګډون، په مرکزی ولایتونو کې د تېزو بادونو د لګېدو خبرداری هم ورکړی دی. یاد ریاست وایی، په بېلابېلو سیمو کې به پر ساعت له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ کیلومټره پورې تېز بادونه ولګېږی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې اوونۍ راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سخته واوره او بارانونه اورېدلی چې له کبله یې د یوشمېر ولایتونو لویې لارې هم تړل شوې دی.

موضوع گانې

One response to “په ۱۹ ولایتونو کې د سختې واورې او باران اورېدو خبرداری ورکړل شو”

  1. A WordPress Commenter Avatar

    Hi, this is a comment.
    To get started with moderating, editing, and deleting comments, please visit the Comments screen in the dashboard.
    Commenter avatars come from Gravatar.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *