د ویښتانو د وتلو علتونه

د ویښتانو د وتلو علتونه

دا چې ویښتان د انسان په ښکلا کې مهمه ونډه لری، نو ځکه خو د ویښتاتو وتل یوه ځورونکې او جدی ستونزه ده. موږ هڅه کړې، چې په دې لیکنه کې تاسو ته د ویښتانو د وتلو علتونه وښیو.

د ویښتانو د وتلو علتونه
د ویښتانو وتل د ژوند په بېلابېلو پړاونو کې لیدل کېږی. د ژوند په وروستیو کلونو کې د ویښتانو وتل او کمېدل ممکن ډېره د اندېښنې وړ نه وی؛ مګر په کم عمر کې د ویښتانو وتل لویه ستونزه ده. ددې ستونزې ګڼ لاملونه موجود دی، چې عمدع یې عبارت دی له:
۱. د تیروئید ستونزې
که په ستونی کې د تېروئید غده د هورمونونو تولید ډېر کړی نو امکان لری، چې د ویښتانو په وده کې ستونزې رامنځته شی.
۲. امیندواری
حامله کېدل د جسمی فشار یو ډول دی، چې په ښځو کې د ویښتانو د وتلو یو ستر علت بلل کېږی. اکثرا د ماشوم له زېږېدو وروسته دا حالت رامنځته کېږی خو ښه خبره دا ده، چې له دې امله د ویښتانو وتل موقتی وی او بېرته عادی حالت ته ګرځی.
Telogen effluvium .۳
د سر د پوټکی یو ډول ناروغی ده. چې خطرناکو جراحی عملیاتو، ماشوم زېږولو، وزن کمېدنې او فشار له امله پیدا کېږی. ددې ناروغۍ له کبله د سر ویښتان ډېر زیان وینی. په ځانګړې توګه کله چې تاسو خپل ویښتان وینځئ نو موټی موټی ویښته به مو لاسونو ته راځی.
۴. د اوسپنې کمښت
په بدن کې د اوسینې کمښت ددې سبب کېږی، چې ویښتان مو ورژوی. نو باید پخپل سر له هغو ګولیو ګټه وا نخلئ چې اوسپنه لری. کوښښ وکړئ له داکتر سره تر مشورې وروسته دغه کار وکړئ. ځکه چې له اندازې ډېره اوسپنه هم بدن ته زیان رسوی.
۵. د هورمونی تعادل نشتون
ښځې له ۳۰ کلنۍ وروسته د هورمونی ګډوډۍ تجربه کوی. نو ډېر امکان شته، چې په دې عمر کې د ښځو ویښتان ووځی.
۶. استټرس (فشار)
له حده ډېر سټرس (فشار) هم ددې سبب کېدای شی، چې په ناڅاپی توګه مو د ویښتانو وتل پیل شی. که تاسو هم له ورته حالت سره مخ یئ، کولای شئ د ورزش، یوګا او مساژ له لارې خپل فشار کم کړئ.
له دې ټولو عواملو ور هاخوا ځینې نور عوامل هم ستاسو د ویښتانو د تویېدو (وتلو) سبب کېدای شی.

د ډېرو دواګانو خوړل

د ویټامین آ ډېر کارول

جینیټیکی عوامل

د پروتین کمښت

سخت غذایی رژیم

د وینی کمښت

د عمر زیاتوالی

د ویښتانو اوتو کول

سګرټ څکول

مه هېروئ!
د ویښتانو وتلو ته دومره تشویش هم مه کوئ، چې دا چاره لا ګړندۍ کړی. ځکه چې تشویش پخپله هم د ویښتانو د وتلو لامل ګرځی. هڅه وکړئ، د همدې برخې له متخصص سره مشوره وکړئ. روغتیاپال به ستاسو د ستونزې علت ته په کتو درمل او سپارښتنې توصیه کړی. په دې توګه مو ستونزه د حل کېدو وړ ده.

 

موضوع گانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *