ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې ناستې مهال وېش

ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې ناستې مهال وېش

ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې ناستې مهال وېش چې د افغانستان په تړاو پکې خبرې کېږی، اعلان کړی دی.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د یوناما ماموریت د غځېدو او برخلیک معلومولو په اړه خبرې او بحثونه هم وشی، چې د روانې مارچ میاشتې په ۱۷ مه نېټه پای ته رسېږی.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د سیاسی او سولې چارو څانګې د امنیت شورا په دغه ناسته کې به د یوناما مشره، روزا اوتونبایوا هم د افغانستان په وضعیت خبرې وکړی.

د یوناما د ماموریت پای ته رسېدو سره سم تېره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، چې په افغانستان کې د دغې استازولۍ ماموریت اغېزناک او بریالی نه و.

نوموړی زیاته کړې چې یوناما د طالبانو ناسم انځور نړۍ ته وړاندې کوی او خلکو ته اندېښنې پیدا کوی.

هغه په خپلو خبرو کې ویلی وو چې د ملګرو ملتونو سیاسی استازولی د طالبانو ناسم تصویر نړۍ ته وړاندې کوی او لاسته راوړنې یې نه شریکوی.

موضوع گانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *