کندهار کې ناوې یوه عمر خوړلی کس ته د ودېدو له کبله زهر خوړلی

کندهار کې ناوې یوه عمر خوړلی کس ته د ودېدو له کبله زهر خوړلی

توازن -کندهار ولایت کې سرچینې وایی، چې د یاد ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.

دغې ناوې وروسته له هغې په زهرو ځانوژنه کړې، چې د کورنۍ له‌خوا یې یوه عمر خوړلی کس ته په زور نکاح کېدله.

یادې سرچینې توازن ته ویلی، چې دغې نجلۍ د کندهار په خاکرېز کې یوه اوونۍ وروسته له نکاح کېدلو زهر وخوړل او د یاد ولایت په میرویس روغتون کې یې ساه ورکړه.

بدو کې ورکړه، په جبر نکاح او عمر خوړو کسانو ته د ځوانو نجونو ودول لا هم په ټولنه کې د یوې ناوړه پدیدې په توګه شته، چې د دین عالمان یې مخالف دی او ټینګار کوی، چې خلک دې ورته ناوړه دودونه پرېږدی.

له دې وړاندې هم په هېواد کې د جبری نکاح او عمر خوړلو کسانو ته د ودېدو له کبله ځوانو نجونو ځانوژنه کړې ده.

موضوع گانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *