,

کندهار کې له ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه

کندهار کې له ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره  مرسته وشوه

د کندهار ولایت ځایی چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له بې‌وزلو او غریبانو سره د مرستی کولو ادارې له ۲۵۰ کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته وکړه. دغه اداره چې د سرپرست حکومت واک ته له رسېدو سره سمه جوړه شوې، ګڼ شمېر کونډې، یتیمان، اړمنې او سوال کوونکی کورنۍ یې ثبت کړې، چې د یوې ځانګړی پروسې له لاری ورسره هره میاشت د خوراکی توکو او نغدی پیسو مرسته کوی. د یادی مرستی په لړ کې پرون له ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره د نغدی پیسو، اوړو، غوړیو او وریجو مرسته وشوه. ددې ادارې مسوولین وایی، چې له یادو کورنیو سره به په راتلونکې کې هم مرستی دوام ولری.

موضوع گانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *