,

په هیواد کې څه باندې ۱۶ میلیونه نیالګی کېنول کیږی

په هیواد کې څه باندې ۱۶ میلیونه نیالګی کېنول کیږی

د چاپېریال ساتنې ملی ادارې او کابل ښاروالۍ، د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د «زرغون میراث» په نوم د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملی پروګرام پیل کړی دی. د دغه پروګرام په پرانیست غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې مسلکی مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد، د انسان په ژوندانه او د چاپېریال په سمسورتیا کې، د نیالګیو کېنولو پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه اداره په پام کې لری د راتلونکی لمریز کال په بهیر کې د هېواد په کچه څه باندې ۱۶ میلیونه نیالګی کېنوی او د پلان له مخې، تر ۱۴۱۰ لمریز کال پورې به تر ۲۰۰ میلیونه مثمر او غیر مثمر نیالګی د هېواد په بېلابېلو ځایونو کې کېنول شی. دغه راز د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ رئیس مولوی عبدالوکیل متوکل، د سرسبزۍ په برخه کې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه اداره پلان لری د ۱۴۰۴ لمریز کال په بهیر کې یو میلیون نیالګی د کابل په بېلابېلو سیمو کې کېنول شی.

موضوع گانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *