طارق علی بخیت: د ښځو زده کړه یوازې انصاف نه، بلکې د اسلام بنسټیز رکن دی

طارق علی بخیت: د ښځو زده کړه یوازې انصاف نه، بلکې د اسلام بنسټیز رکن دی

په افغانستان کې د اسلامی همکاریو سازمان (OIC) دفتر او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی (UNAMA) په همکارۍ، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۱۷ او ۱۸، په اسلام کې د ښځو د حقونو په اړه د جدې سند د خپرولو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د ورکشاپ موخه دا وه چې افغان ښځینه او نارینه مشران د اکاډمۍ، مدنی ټولنې، دینی بنسټونو او عامه خدماتو څخه د اسلامی لارښوونو په چوکاټ کې، د ښځو د حقونو د دفاع لپاره مناسبې لارې ولټوی.

دې غونډې د خبرو اترو هڅول، د پوهاوی لوړول، په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د مثبتو کړنو لپاره د شبکو جوړول، او په خپلو ټولنو کې د جدې سند د اصولو د اغیزمن پلی کولو لپاره د ستراتیژیو رامینځته کول هم په نښه کړل.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، په افغانستان کې د مدافعې، سیاسی او ټولنیزو اصلاحاتو لپاره د یوې عملی وسیلې په توګه د جدې د اعلامیې د عملی کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د بشردوستانه، کلتوری او ټولنیزو چارو لپاره د( او ای س) د عمومی منشی مرستیال طارق بخیت، په ​​خپلو خبرو کې وویل: “د ښځو زده کړه یوازې د انصاف خبره نه ده؛ دا د اسلام د سپیڅلی تعلیماتو بنسټیز رکن او د پایداره پرمختګ او ټولنیزې هماهنګۍ د لاسته راوړلو مهم عامل دی، د جدې سند د اسلامی لارښوونو د یو واحد او مستند تفسیر او په ځانګړې توګه د مساواتو او د ښځو لپاره د برابرۍ او د عدالت د تامین لپاره کار کوی.”

موضوع گانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *