د سرپرست حکومت د اقتصادی مرستیال په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د شاوخوا ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۷ پروژې منظورې او ۷ نوری یې تعدیل شوې دی. دغو پروژو کې د کابل ښار په ختیځه برخه کې د ټرانسپورټی ترمینل جوړول، د جمهوریت روغتون د پاتې چارو بشپړول، د هرات د پاشدان او د فراه د بخش اباد بندونو د پاتې چارو بشپړول، د غزنی ولایت د سلطان بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند تفصلی ډیزاین پروژې پیل شامل دی. دغه راز یادو پروژو کې کابل څخه کندهار ته د برېښنا پایو، سب سټېشنونو جوړولو او لین غځولو پروژې بشپړول، له کجکی بند څخه کندهار ښار ته د برېښنا مزی غځولو پروژې پیل، یوشمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او د کابل ښار یو شمېر داخلی سړکونو جوړولو پروژې شاملې دی چې د سرپرست حکومت له لوری تمویلېږی.
اړوند مطالب :
-
ژغورلی : ژمنه کوم چې حماس به په لوی ځواک وځپم
هلته کوم وینالیږد نشته ځکه چې دا یوه ژغورلې شوې ليکنه ده.
-
د افغان سندرغاړو ژوند او هنر پر کوم لور روان دی؟
په افغانستان کې د طالبانو حکومت هنرمنانو او پخوانیو محلی سندرغاړو ته د کار بدیل معرفی کړی دی. د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران بی بی سی…
-
د ویښتانو د وتلو علتونه
دا چې ویښتان د انسان په ښکلا کې مهمه ونډه لری، نو ځکه خو د ویښتاتو وتل یوه ځورونکې او جدی ستونزه ده. موږ هڅه کړې، چې په دې…
-
کندهار کې له ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه
د کندهار ولایت ځایی چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له بېوزلو او غریبانو سره د مرستی کولو ادارې له ۲۵۰ کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته…
-
په هیواد کې څه باندې ۱۶ میلیونه نیالګی کېنول کیږی
د چاپېریال ساتنې ملی ادارې او کابل ښاروالۍ، د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د «زرغون میراث» په نوم د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملی پروګرام پیل کړی دی. د دغه…
-
ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې ناستې مهال وېش
ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې ناستې مهال وېش چې د افغانستان په تړاو پکې خبرې کېږی، اعلان کړی دی. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د یوناما…
ځواب دلته پرېږدئ