په ننګرهار کې له تعلیمه بې برخې شوې نجونې وایی، پرمخ یې د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو له تړل کیدو سره ډېرې ناهېلې شوی دی.
د دوی په وینا، که طالبانو پرې بندیزونه نه وای لګولی اوس به له پوهنتونه فارغې او پر دندو ګومارل شوې وای.
د جلال باد اوسیدونکې او د یوه خصوصی پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی محصیلې فریبا ازادی راډیو ته وویل:
«که زما پر زده کړو بدندیز نه وای لګیدلی، ما به د خپل استعداد او هلو ځلو پر مټ ډیر پرمختګ کړی وای.
تعلیم نه یوازې د انسان د پوهې کچه لوړوی، بلکې د شخصیت، استعداد، اقتصاد او ټولنیز ژوند په وده کې هم اساسی رول لری.»
هغې هیله یی درلوده چې له پوهنتون څخه له فارغیدو وروسته به د نور تحصیل او پرمختګ لاره ورته پیدا شی، خو دا ارامان یی نیمګړی پاتې شو.
«که په زده کړو بندیز نه وای لګیدلی، ما به نړیوالو فرصتونو ته لاس رسی درلودلی، مابه د لوړو زده کړو لپاره له نړیوالو تحصیلی بورسونو او چانسونو څخه ګټه پورته کړی وای، ما به د یوې افغانې په توګه د نړۍ د پرمختللو خلکو سره سیالی کوله.»
شکیلا بیا د ښوونې او روزنې پوهنتون محصله ده؛ وایی، په ډېره مینه او شوق یی خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه، هیله یې درلوده چې له فراغت وروسته به د نجونو په کومه لېسه کې ښوونکې شی او یا به کومه بله مناسبه دنده ترلاسه کړی.
«ما زیاتې هېلې درلودې چې په راتلونکې کې به د یوې ښوونکې په حیث دنده ترسره کړم، که چیرته زموږ پر مخ پوهنتونونه خلاص وای ،نو زه به خپلو هېلو ته رسیدلې وای او د یوې ښوونکې په صفت به مې دنده ترسره کوله. څرنګه چې زموږ ګران پیغمبر ص دنیا ته د یو ښوونکی په صفت رالیږل شوی و، موږ هم غوښتل چې د هغه لاره تعقیب کړو.»
دا یوازې له لوړو زده کړو بې برخې شوې نجونې نه دی چې د خپل تیاره راتلونکې په اړه اندیښمنې دی، بلکې له شپږم ټولګی د لوړو ټولګیو له زده کوونکو څخه هم همدې فکرونو ارام تښتوالی دی.
دوی وایی، د ثانی امر څلورم کال په پوره کیدو دی، کومې زده کړې یې چې په ښوونځیو کې کړې وې، هغه هم ترې مخ په هیریدو دی.
ځواب دلته پرېږدئ