د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمیشنرۍ، پرون (دوشنبه، فبروری ۲۴) اعلان وکړ، چې د جاپان له حکومت سره یې یوه هوکړه لیک لاسلیک کړې، ترڅو له هغو افغانانو د ژوند چارو په ښه کولو کې مرسته وکړی، چې بېرته خپل هیواد ته راستانه شوی.
د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمیشنرۍ دفتر په خپله اکس پاڼه لیکلی، د دې هوکړې له مخې، جاپان، راستانه شوی افغانانو ته د وریښمو، لبنیانو تولید او د شنو خونو جوړولو په برخو کې ۶ میلیونه ډالره مرسته کوی.
دا اداره، ټینګار کوی چې دغه پروګرامونه د هغو کسانو د ځواکمن کولو لپاره په پام کې نیول شوی، چې خپل هیواد ته راستانه شوی دی، ترڅو دغه کسانو ته دوامداره اقتصادی ودې فرصتونه برابر کړی.
ځواب دلته پرېږدئ