هندوستان تازه تازه وېشل شوی و، خلکو چندان راډیوګانې نه لرلې او خلکو به د کاروبار د تشهیر لپاره د جوماتونو له لاوډ سپیکرو څخه کار اخیسته.
فلم جوړونکی (اسلم ایرانی) څه پیسې سره راجمع کړې او ډاچی فلم یې جوړ کړ، چې د لاهور په (Bambino the cinema) کې یې نندارې ته وړاندې کاوه. دی هم د فلم لپاره د بازار موندنې په خاطر مولوی صیب ته ورغی او ترې ویې غوښتل چې د ډاچی فلم لپاره دا اعلان وکړئ، چې: راتلونکې یکشنبه به سنیما کې ۳ ځله نشریږی.
مولوی صیب چې دا واورېدل، نو سخت غوسه شو، ویلې: کمبخته! دا څه کفر را نه غواړې؟! اوس به له جوماتونو څخه د فلمونو او بې حیایی اعلانونه کیږی؟
اسلم ایرانی یې چې ځواب واورېد نو له جیب څخه یې یوه کڅوړه ور ووېسته او په زارۍ یې وویل: رحم وکړه مولوی صیب! په دې فلم مې زیاتې پیسې مصرف شوې، که ښه و نه چلېده نو بربادېږم.
مولوی صیب کڅوړه پرانیسته، له پیسو ډکه وه، یو څه ځنډنی شو او بیا له موسکا سره وپوښتل: لومړۍ ننداره یې کله ده؟
اسلم ټول تفصیل ورکړ، مولوی صیب وویل: اوس درځه! زه دې د جمعې په ورځ څه غم خورم.
چې د جمعې ورځ راغله نو مولوی صیب له لمانځه وړاندې وعظ و نصیحت شروع کړ، په زیاتېدونکې بې حیایۍ یې بحث وکړ، چې څنګه ورځ تر بلې مغربی کلتور زموږ ځوان نسل تباه کوی. ویلې: موږ صرف په نوم مسلمانان یو، اعمال مو نه دی.
همدا اوس دلته وګورئ! غټ سرونه د هو لپاره ښوروئ، ښکلې خبرې اورئ، خو پوهېږم چې هیڅ عمل به پرې ونکړئ، چې لمونځ وکړئ، بهر به لاړ شئ! که چا درته وویل چې: د یکشنبې په ورځ بمبینو سینما کې ډاچی فلم نشریږی، چې سدهیر، نیلو، نغمه او زینت پکې دی، نو ټول به په منډه ورشئ، وایئ به، چې: د مولوی نصیحت مو ډېر واورېده، اوس باید د سندرغاړو (مالا، احمد رشدی او مسعود رانا) په ښایسته اوازونو کې سندرې واورو.
د دین په اړه هیچا ته معلومات نشته، خو په دې ټول پوهیږی، چې د فلم کیسه حازن قادری لیکلې، چې له ایکشن او بې حیایۍ ډک دی، هېرو یې سدهیر او ویلن مظهر شاه دی.
جوماتونو ته ننوتل مفت دی، خو د لمونځ ګذارو شمېر وګورئ او هلته چې ټیکټ په یوه روپۍ دی، ټول دهلیز ډک وی.
ځواب دلته پرېږدئ