د افغانستان پخوانی ولسمشر په هلمند، فراه او کندهار ولایتونو کې د سېلابنونو له امله د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږی ښودلې ده.
حامد کرزی په یاد ولایتونو کې د مرستندویه سازمانونو، بنسټونو او ملی سوداګرو غوښتی، چې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړی.
تېره ورځ په فراه، کندهار او هلمند ولایتونو کې د سختو سېلابونو له امله ۲۹ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوی دی.
د راپورونو له مخې، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی.
د یادو ولایتونو اوسېدونکو د طالبانو له اړوندو ادارو او نړیوالو او داخلی مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې، چې له دوی سره عاجلې مرستې وکړی او لومړنۍ سرپناه، روغتیا او خواړه ورته برابر کړی.
په فراه، کندهار او هلمند ولایتونو کې د طالبانو ولایتی چارواکو ویلی، چې ممکن د مړو شویو او ټپیانو شمېر زیات شی.
دا سېلابونه وروسته له هغې راوځی، چې د هېواد هوا پېژندنې ادارې په هېواد کې وروستیو اوونیو کې د سختو ورښتونو او واورو اټکل کړی دی.
ځواب دلته پرېږدئ