د شاوخوا ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۷ پروژې منظورې او ۷ نوری یې تعدیل شوې

د شاوخوا ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۷ پروژې منظورې او ۷ نوری یې تعدیل شوې

د سرپرست حکومت د اقتصادی مرستیال په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د شاوخوا ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۷ پروژې منظورې او ۷ نوری یې تعدیل شوې دی. دغو پروژو کې د کابل ښار په ختیځه برخه کې د ټرانسپورټی ترمینل جوړول، د جمهوریت روغتون د پاتې چارو بشپړول، د هرات د پاشدان او د فراه د بخش اباد بندونو د پاتې چارو بشپړول، د غزنی ولایت د سلطان بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند تفصلی ډیزاین پروژې پیل شامل دی. دغه راز یادو پروژو کې کابل څخه کندهار ته د برېښنا پایو، سب سټېشنونو جوړولو او لین غځولو پروژې بشپړول، له کجکی بند څخه کندهار ښار ته د برېښنا مزی غځولو پروژې پیل، یوشمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او د کابل ښار یو شمېر داخلی سړکونو جوړولو پروژې شاملې دی چې د سرپرست حکومت له لوری تمویلېږی.

موضوع گانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *