,

د تورخم تړل کېدو څلورمه ورځ

د تورخم تړل کېدو څلورمه ورځ

د تورخم دروازه د څلورمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ تړلې پاتې ده.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو ولایتی چارواکی وایی، چې تېره ورځ یې له پاکسانی لوری سره ناسته کړې چې بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

طالبانو ویلی، چې پاکستان ترې غوښتی چې د تاسیسات جوړول بند کړی خو په وینا یې دوی رد کړې ده.

د تورخم لاره د تېرې شنبې شپه پاکستانی لوری هغه مهال وتړله چې طالبانو غوښتل ډیورنډ فرضی کرښې ته څېرمه پوځی تاسیسات جوړ کړی.

نن د تورخم د بندېدو څلورمه ورځ ده او لا هم سلګونه کسان، چې ښځې، ماشومان او ناروغان په‌کې شامل دی، د دواړو غاړو ترمنځ بند پاتې دی.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ د خونې چارواکو له دواړو لورو غوښتنه کړې چې سوداګری باید له سیاسی مسایلو بېله وساتل شی.

تراوسه د تورخم د پرانېستل کېدو په تړاو څه د دویم ځلی مذاکراتو په تړاو څه نه دی ویل شوی.

موضوع گانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *