د یوناما پر دفتر برید؛ سرچینه: بریدګر طالب وژل شوی

د یوناما پر دفتر برید؛ سرچینه: بریدګر طالب وژل شوی

توازن، کابل: افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت کې یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط توازن ته ویلی چې نن د یوناما په ګډون، د دغه سازمان اړوند ټول دفترونه تړلی وو.

د سرچینې په خبره، د طالبانو یوه امنیتی ساتونکی پرون (د سلواغې ۱۴مه، یکشنبه) په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفترونو پر امنیتی پوستې ډزې کړی چې له کبله یې بریدګر طالب وژل شوی او د ملګرو ملتونو یو ساتونکی برسېرن ټپی دی.

سرچینه زیاتوی چې ملګری ملتونه او د طالبانو اړوندې امنیتی ادارې د دې پېښې په اړه پلټنې کړی او لا هم روانې دی.

دا سرچینه وایی، نن د ملګرو ملتونو د هېڅ کارکوونکی ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې خپلو دفترونو ته ولاړ شی او یا هم له دننه څخه د باندې ووځی.

تر دې مخکې په یوناما کې یوې بلې سرچینې توازن ته ویلی و چې بېګاه د یوناما پر شمالی دروازه ډزې شوی او دوی یې نن دندو ته نه‌دی پریښی.

طالبانو تر اوسه په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفترونو پر پوستې د برید په اړه څه نه‌دی ویلی.

موضوع گانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *