,

اې‌جې‌اېس‌او: په پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت زړه‌بوږنوونکی دی

اې‌جې‌اېس‌او: په پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت زړه‌بوږنوونکی دی

توازن- ‏د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په پاکستان کې د دغه هېواد د پولیسو له خوا د افغان خبریالانو او د هغوی د کورنیو نیول کېدل غندلی دی.

‏دغه سازمان چهارشنبه (کب ۱) په یوې اعلامیه کې زیاته کړې چې له افغان خبریالانو سره د پاکستانی پولیسو روان ناوړه چلند په دغه هېواد کې د کډوالو زړه‌بوږنوونکی او دردوونکی وضعیت بیانوی.

نوموړی سازمان ویلی، دوه ورځې مخکې پاکستانی پولیسو په اسلام‌اباد ښار کې یو افغان خبریال چې نوم یې د امنیتی دلایلو له امله نه شی افشا کولای، نیولی او وړمه شپه د ذکیه کاویان په نوم یوه بله افغان خبریاله نیول هم شوې ده.

یاد سازمان دا پېښې د افغان خبریالانو پر وړاندې د پاکستانی پولیسو د ناانسانی چلند څو بېلګې بولی او په وینا یې، واقعی وضعیت تر دې ډېر ناوړه دی.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د پاکستان له حکومته غوښتی چې د کوربه هېواد په توګه له افغان خبریالانو سره د انسانی او بشری حقونو په پار نېک چلند وکړی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان پولیسو د دغه هېواد په بېلاېلو ښارونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون افغان کډوال نیسی، ربړوی او ان له دغه هېواد یې باسی.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د جمهوری نظام له پرځېدو وروسته زرګونه افغانان پاکستان ته کډوال شوی او په دغه هېواد کې امریکا، اروپا، برېټانیا او نورو هېوادونو ته د تګ په موخه د کډوالۍ تر سخت وضعیت لاندې ژوند تېروی.

موضوع گانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *