نوموړی زیاته کړه چې دغې ادارې د «پریمکس» په نوم بې کیفیته مواد هم چې د وړو د غنی کولو لپاره کارول کېږی، د ۵۵،۸ مټریک ټنه په اندازه افغانستان ته وارد کړی دی.

هغه ټینګار وکړ چې دا ډول کړنې د بشری مرستو د خڼد او ضایع کېدو او په خبره یې د افغانانو د بېلابېلو ناروغیو او ان مړینې لامل ګرځی.

خو د «ډبلیو اف پی» د اړیکو مسوول ازادی راډیو ته وویل چې دوی د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د خوړو او درملو له ملی ادارې سره په مشوره او د دې سازمان د مقرراتو سره سم د تاریخ تېرو توکو د خوندی او مسؤلانه تصفیې لپاره چارواکو سره له نږدې کار کوی او په خبره یې، خلکو او ټولنو ته د روغتیایی او هوساینې لپاره د معیاری خدمتونو رسولو ته ژمن دی.

بلخوا بشری مرستو ته ځینې اړمن افغانان هم ادعا کوی چې ځنی ورکړل شوی خوراکی توکی بې کیفیته او د نه استفادې وړ دی.

ننګرهار ولایت کې د ښوونځی ښوونکی حکمت الله ازادی راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په کلی کې پر خلکو د بې کیفیته غنمو او وړو تر څنګ په ښوونځی کې پر ماشومانو تاریخ تېره بسکیټ هم وېشل شوی دی:

“ډبیلو اف پی چې زموږ مکاتبو ته کوم بسکویټ راکړی یوه اندازه یې بې کیفیته او تاریخ تېره وه، ځینې یې مسولینو وسوځول ځکه چې د استفادې وړ نه وه، په ولس کې چې موږ ورسره مخ شوی یو، ډېری وړه او غوړی خراب یا تاریخ تېره وو، وړه خو بیخی ترخه شوی وه.”

د کابل ښار یو اوسېدونکی چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شی بیا ازادی راډیو ته وویل:

“اکثره خلک شکایت کوی چې دوی کوم خوراکی توکی لکه دال، وړه او غنم چې خلکو ته ورکوی، هغه له کاره لوېدلی وی، ما ته یې کارت راکړی او نغدې پیسې راکوی، خو زموږ غوښتنه دا ده چې دوی دې اړمنو خلکو ته نغدې پیسې ورکړی په دې ډول به خلک د اړتیا سره سم ځان ته هر څه واخلی او څه به نه ضایع کېږی.”

دا افغانان د افغانستان اوسنیو اقتصادی حالاتو ته په کتو، یادې مرستې مهمې او ان د خلکو «ژوند ژغورونکې» بولی او غوښتنه کوی چې د خلکواړتیاوو ته په کتو دې په وخت او دقت ووېشل شی.

د یادونې ده چې تېر کال پر خواله رسنیو ځینو عامو خلکو ویډیوګانو خپرې کړې وې چې په کې ادعا شوې وه چې د بشری مرستو د وېش پر مهال پرې بېکیفیته او خراب خوراکی توکی چې د خوارځواکۍ د درملنې «حلوا» او وړه هم شامل وو وېشل شوی دی.

د یادونې ده چې له تېر ۲۰۲۱ کال راهیسې په ځانګړې توګه له هغه مهاله چې طالبان واک ته رسېدلی د هېواد سم نیمایی خلک د بې کارۍ او اقتصادی ناورین له امله بشری مرستو ته اړ دی چې ډیری یې همدا د «ډبلیو اف پی» په ګډون د ملګرو ملتونو د بېلابېلوادارو لخوا ورکړل کېږی.